IQNA

د امامین  کاظمین(ع) په حرم کې د عبدالباسط د تاریخي تلاوت کیسه

13:52 - December 03, 2025
د خبر لمبر: 3492103
ایکنا - د اسلامي نړۍ له تر ټولو  مشهور او تل پآتې قرآني شېبو څخه یو د عبدالباسط محمد عبدالصمد هغه تاریخي تلاوت دی چې په ۱۹۵۶ کال کې د امامین کاظمین علیهم‌السلام په سپېڅلي حرم کې ترسره شو.

  د ایکنانیوز راپور وايي، په هغو کلونو کې چې عراق د سکون او آرامۍ پر لور روان و، داسې ورځ راورسېده چې د قرآن د غږ او لهحې تاریخ ئې د تل لپاره بدل کړ.هغه ورځ چېد تلاوت بې‌بدیله اسطوره، عبدالباسط محمد عبدالصمد،د امام موسی کاظم(ع) د روضې مبارکې انوارینو صحن ته داخل شو؛نو  یوه داسې شېبه چې ګواکې د کاظمین فضا د ده د غږ د اورېدو لپاره د ساه دبندیدو په څېر چُپه  او خاموشه پاتې شوه.

د حرم فضا د زائرانو د خوشبوئي عطر ډکه وه، د څراغونو رڼا پر ضریح ځلیده، او د زیارت او تلاؤت غږونه هر خوا خپاره وو. ناڅاپه  په خلکو یو موج راغی؛ سترګې ټولې یوې خوا ته وګرځېدې؛ یو ځوان سړی چې څېره ئې آرامه او نظر ئې روحاني ښکارېده،وارد شو، استاد عبدالباسط تر احترام ادا کولو وروسته د ضریح مخې ته ودرېد، سترګې ئې پټې کړې او یو څو شېبې چوپ شو؛ هغه چوپتیا چې د تاریخ له سترو طوفاني تلاوتونو د پېل دروازه وګرځېده.

کله چې د ده له طلائي حنجرې  او مَرئ لومړي آیتونه راووتل، د ټول حرم  فضا بدله شوه. د هغه بې‌ساري لهجې فضا کې انګازې وکړې ، او د زاړه صحن انعکاس هر آیت څو چنده ژور او اغېزناک ؤ. زائران بې‌اختیاره ژړل، ځینو لاسونه پر سینه ایښي وو، او یو شمېر کسان په ارام ډول پر ځمکه ناست، په تلاوت کې غرق  او بې خوده وو. داسې ښکارېده چې دا غږ یوازې غوږونو ته نه، بلکې په  روحونو کې نفوذ کړی ؤ.

د عبدالباسط تلاوت د حشر سورې له ۱۸ آیته تر پاي   د تکویرسوره ، او د فجر سورې له ۲۷ آیته تر پای پورې په حرم امام کاظم(ع) کې یوازې یوه هنري اجرا نه وه؛ بلکې یوه مکاشفه وه، یو معنوي لیده‌کاته. دا تلاوت د داسې استادانو په شتون  کې ترسره شو لکه ابوالعینین شعیشع او عبدالفتاح شعشاعی.

د عبدالباسط غږ آیتونه ژوندی کول. هر تحریر، هر وقف، هر اوج او نزول د هغه مظلوم امام علیه السلام  د روضې پر فضا د یوه نرمې وږمې  په څېر وه. ان د حرم ساتونکي او خادمان هم په خپل ځای کې ودرېدل؛ هېچا  نه غوښتل د دې ملکوتي تلاوت یوه شېبه هم له لاسه ورکړي.

دا تاریخي تلاوت چې له زمان او مکان څخه پورته ؤ، د نړۍ د ستر قاري په زړۀ کې د اهل‌بیت(ع) د مینې یوه ژوره نښه شوه؛ هغه مینه چې خپله استاد څو څو ځله ورته اشاره کړې وه. هغه ورځ ئې آیتونه داسې لوستل چې ګواکې د فرښتو په شتون  کې ناست وي.

کلونه وروسته، د دې بې‌بدیله نابغه د رحلت په کلیزه کې، هغه غږ لا هم ژوندی دی. هر ځل چې د هغه تلاوت په حرم امام کاظم(ع) کې غږېږي، داسې وي لکه د هماغه کال بغداد بېرته راژوندی شوی وي  او انسان د اوښکو، شوق او آسماني آیتونو سفر ته رسوي.

عبدالباسط لاړ، خو غږ ئې د تاریخ په زړه کې تل پاتې  پاتې شو؛داسې غږ چې د کاظمین په حرم کې د تل لپاره ثبت شو.

دا افسانوي قاري په ۱۹۲۷م / ۱۳۰۶ش کال په مصر کې زېږېدلی و، او د ۳۰ نوامبر ۱۹۸۸م / ۱۳۶۷ش کال کې له نړۍ ولاړ.

https://iqna.ir/fa/news/4320214

captcha